طالب پلاوي فرهنګي کمیسیون مشر ملا احمدالله وثیق وایي، چې د سولې خبرو کې د لومړۍ ورځې روحیه سولییزه وه او هیله شته، چې دواړه لوري به ښو پایلو ته ورسیږي
که څه هم د دې خبرو د ترسره کولو لپاره د دواړو پلاوو ترمنځ ګډ کمیسیون جوړ شوی، خو تر دې دمه د خبرو پر اجنډا هوکړه نه ده شوې او د اجنډا تر ټاکلو وروسته به رسمي خبرې پیل شي.
د اجنډا په تړاو بېلابېل نظرونه شته، افغان حکومت دا مهمه ګڼي چې اوربند دې تامین شي، خو وسلوال طالبان هڅه کوي، چې د پاتې طالب بندیانو خوشې کول په اجنډا کې شامل کړي
ښایي د یادو خبرو پر وړاندې ځینې تخنیکي ستونزې او د نظر اختلافات هم رامنځ ته شي، خو ولسي وګړي له دواړو لورو غواړي، چې د نرمښت په ښوودلو سره د غه پروسه بریا ته ورسوي