د افغانستان د یو شمېر ولایتونو د مرکزونو د نیولو په موخه د وسله والو طالبانو د بریدونو له پیل سره هممهاله امریکا د افغان ځواکونو په ملاتړ د دغې ډلې د جنګیالیو پر ضد هوایي بریدونه پیل کړي دي.
وسله والو طالبانو د امریکا دا کار په افغان چارو کې لاسوهنه بللې او زیاته کړې یې ده چې دوی له افغان حکومت سره د اوربند کوم تړون نه دی لاسلیک کړی نو امریکا دې مداخله نه کوي.
رویټرز اژانس د الجزیره تلویزیون په حواله د طالبانو د سیاسي دفتر د یو ویاند له قوله ویلي چې دوی له حکومت سره د اوربند هیڅ ډول تړون نه دی لاسلیک کړی نو پر همدې بنسټ د امریکا وروستي بریدونه په افغان چارو کې لاسوهنه ده، چې باید بنده شي.
د یادونې ده چې طالبانو تر اوسه پورې د پنځو ولایتونو د نیولو ادعا کړې ده خو افغان حکومت بیا د کندوز ولایت د سقوط خبره ردوي او وایي چې په دغه ولایت کې یې طالب وسله وال په شا تمبولي دي.