د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د پکتیکا ولایت لپاره د وسله الو طالبانو نومول شوی والي وژل شوي دی.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې محمد عیسی چې تش په نوم د پکتیکا ولایت لپاره د وسله الو طالبانو والي و، د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۱۱مه نېټه) د دې ولایت د خوشامند ولسوالۍ په هستي سیمه کې له خپلو څو ملګروسره یو ځای ووژل شو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.