Home » افغانستان » صالح:د حزب التحریر فعالیتونو غیر قانوني دي
رویداد خبري آژانس
د ولسمشر مړلوی مرستیال،امرالله صالح

صالح:د حزب التحریر فعالیتونو غیر قانوني دي

افغان حکومت وایي د حزب التحریر فعالیتونه په افغانستان کې غیر قانوني دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال نن یکشنبه (د کب ۱۰مه نېټه) د شپږ نیمو جلسو اړوند په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې دغه حزب د افغانستان د قوانینو له مخې له عدلیې وزارت سره ثبت او راجستر نه دی نو له همدې امله یې پر غونډو او فعالیتونو بندیز لګول شوی دی.

د امرالله صالح په وینا ددغه ګوند هر ډول فعالیتونه غیر قانوني دي او دوی به یې ډېر ژر پر وړاندې نظامي تګلاره خپله کړي.

نوموړي همدا راز تور پورې کړی دی چې حزب التحریر په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو سره فکري نږدېوالی لري نو له همدې امله یې پر وړاندې جدي اقدامات کېږي.

صالح د یاد ګوند ټولو نږدې کسانو ته خبرداری ورکړی چې له دې ګوند سره اړیکې پرې کړي، په غونډو او تجمعاتو کې یې ګډون و نه کړي او د کار ددوام په صورت کې یې پر وړاندې جدي او قانوني اقدامات ترسره کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...