د افغانستان شپږیزې کرېکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په ۱۶مه لوبه کې کابل بازان سیالې ډلې مس عینک اتلانو ته ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووتل.
کابل بازانو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د مس عینک اتلانو پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې پکې مس عینک اتلانو د ټولو ۲۰ اورونو په لوبولو سره د دریو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۸ منډې ترلاسه کړې.

خو کابل بازانو په ۱۹،۱ اورونو کې د مس عینک هدف پوره او د څلورو ویکټو په توپیر یې سیال لوری له ماتې سره مخ کړ.
مس عینک اتلان به سبا ته د نننۍ ورځې د نورو دوو لوبډلو- بند امیر ښامارانو او بست ساتونکو کې له یوې بریالۍ لوبډلې سره مخ کېږي.