د شمالي وزيرستان ځايي چارواکي خبر ورکوي چې نن يکشنبه د (لړم په ۱۶مه) د پاکستاني پوځيانو پر موټر درنه چاودنه شوې او په کې يادو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د چارواکو په خبره چاودنه د شمالي وزيرستان اړوند په ګړيوم سيمه کې د خښ شوي ماين له امله هغه وخت رامنځته شوه، چې په سيمه کې د پاکستاني پوځيانو موټر پر ګزمه بوخت و.
په دې چاودنه کې د ۲ پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو او دغه راز د يوه بل د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. خو ځايي اوسېدونکي وايي چې په پېښه کې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ياد بريد مسووليت د تحريک طالبانو پاکستان يا TTP ډلې منلی دی. د دې ډلې وياند محمد خراساني په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، پاکستاني پوځيانو څو ورځې وړاندې په هنګو او ټل سيمو کې د تحريک طالبان پاکستان ډلې غړي وژلي او د شمالي وزيرستان نننۍ چاودنه يې د خپلو جنګياليو د غچ اخيستو په موخه کړې ده.
په دې وروستيو کې د تحريک طالبان پاکستان ډلې له لوري پر پاکستاني پوځيانو مرګوني بريدونه زيات شوي دي او د يادو اکثره بريدونو مسووليت تحريک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخيستي.