د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکو خبر ورکړی چې دغلته د دوو قبېلو ترمنځ د ځمکې پر سر جګړه پيل شوې او لا هم دوام لري.
د دوی په خبره، دغه نښته په ميرعلي کې د ايپي او مديخېلو قبېلو ترمنځ روانه ده چې دواړه لوري په کې د يوه او بل پر وړاندې سپکه او درنه وسله کاروي.
په شمالي وزيرستان کې ځايي مسوولانو هم د يادو قبيلو ترمنځ نښته تائيد کړې او ويلي يې دي چې له ممکنه لارې هڅه کوي څو ياده نښته ودروي.
دوی زياته کړې چې تر اوسه په ياده نښته کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات نه دي ترلاسه شوي. د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان بيا نيوکه کوي چې يادو قبېلو ته د پاکستان پوځ وسلې ورکړي او د يوه او بل پر وړاندې يې جنګوي.
دوی ټينګار کوي چې د يادې نښتې درولو په موخه دې له قومي ادرسونو هڅه وشي.