Home » اقتصادی » سږ کال په کونړ کې د هنداونې حاصلات ښه بازار لري

سږ کال په کونړ کې د هنداونې حاصلات ښه بازار لري

د کونړ چارواکي وایي، د دغه ولایت هندواڼې په ګاونډیو ولایتونو کې سږ کال ښه بازار لري چې له دې امله به بزګران په لسګونه میلیونه افغانۍ ګټه وکړي.

د کونړ د کرنې رئیس نجیب‌الله عادل د چهارشنبې رسنیو  ته وویل: “سږ کال په کونړ کې پر نږدې زر جریبه ځمکه هندواڼې کرل شوې دي چې حاصلات‌یې له ۱۰ تر ۱۲ زره ټنو ته رسېږي او مجموع عواید یې ۴۰ میلیونه افغانۍ اټکل کېږي.”

د چارواکو په وینا کونړ ته د کرنې نوي ماشین الات وارد شوي او په وروستیو کلونو کې بڼوالۍ ته پاملرنه زیاته شوې ده چې د نارنج، مالټې او لیمو ترڅنګ په میلیونونو افغانۍ د چهارمغزو او شفالتو پر باغونو پانګونه شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...