په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستۍ نښتې په اړه د څېړنې لپاره یو لوړپوړی پلاوی کندهار ته تللی دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون یکشنبه د زمري ۱۲ په یو بیان کې وویل چې پلاوی به له سیمهییزو چارواکو سره تر لیدنې وروسته سپین بولدک ته ولاړ شي او د هغې نښتې په اړه به څېړنې پیل کړي چې له اختر یوه ورځ مخکې وشوه. په خبرپاڼه کې د دې نښتې د پیل پړه پر پاکستاني پوځیانو اچول شوې.
د خبرپاڼې له مخې په پلاوي کې د بهرنیو چارو، دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو او د ملي امنیت او یو شمېر نورو ادارو استازي شامل دي.
په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني پوځیانو نښته وروسته له هغه پیل شوه چې پاکستاني سرتېرو پر هغو پارېدلو اعتراض کوونکو ډزې وکړې چې د چمن-سپین بولدک د دروازې د پرانیستو غوښتنهیې کوله. په دې نښته کې د افغان چارواکو په وینا ۱۶ ملکي افغانان مړه او ۸۰ نور ټپیان شول.