ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په نږدې راتلونکي کې له طالبانو سره د لیدنې په موخه د قطر پلازمینې دوحې ته لاړ شي.
سپوټنیک اژانس د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې پومپیو به ډېر ژر په دوحه کې د طالبانو له سیاسي دفتر نه لیدنه وکړي.
سرچینه کاږي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به له طالبانو سره په دې لیدنه کې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او د بین الافغاني مذاکراتو پر پیل خبرې اترې وکړي.
د یادونې ده چې بین الافغاني مذاکرات د یو شمېر طالب زندانیانو پر سر د اختلافاتو له امله له خنډونو سره مخ دي خو افغان حکومت ویلي چې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې پرتې ستونزې حل شوې او تمه ده په راتلونکې اوونۍ کې پیل شي.