د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش يا سيګار په خپل تازه درې مياشتني راپور کې، چې د امريکا انګرېس ته يې وړاندې کړی د افغانستان په تړاو د ګڼو نورو مسايلو ترڅنګ د نجونو او ښځو پر اوسني وضعيت تمرکز کړی.
په دې راپور کې ويل شوي، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعيت له دې کبله د زياتې انديښنې وړ دی، چې د طالبانو له لوري يې ځپل دوام لري.
د سيګار په راپور کې زياته شوې، چې د ښځو د ځپلو په ترڅ کې پر دوی بنديزونه لا زيات شوي او تر اوسه نجونو ته د دې اجازه نه ده ورکړل شوې چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته لاړې شي.

د افغانستان د بيارغورنې لپاره دامريکا ځانګړي مفتش اندېښنه ښودلې، چې د امريکا په شمول د نړيوالې ټولنې له فشارونو سره سره هم داسې مالومېږي، چې طالبان پر ښځو او نجونو هغه بنديزونه لګول غواړي کوم چې يې د تېرې واکمنۍ پرمهال پرې لګولي وو. په راپور کې د سرپرست حکومت د وياند ذبيحالله مجاهد هغو څرګندونو ته اشاره شوې، چې بيا ځلي واک ته د طالبانو له رسېدو سره يې ښځو ته د شريعت په چوکاټ کې د حقونو د ورکړې په اړه کړې وې. خو سيګار په خپل راپور کې زياته کړې، چې طالبانو له نړيوالو معيارونو سره سم د بشري حقونو په برخه کې ژمنې نه دي کړي او پر ښځو يې بنديزونو لګولو ته دوام ورکړی.