Home » سیمه او نړی » سوډان کې هوايي بریدونو لږترلږه ۲۲ کسان وژلي دي

سوډان کې هوايي بریدونو لږترلږه ۲۲ کسان وژلي دي

د سوډان پلازمېنه خرطوم کې د پوځ په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

عیني‌ شاهدانو ویلي، چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.‌

دغه هوايي بریدونه شنبه سهار وختي‌ خرطوم کې د نیل سیند پورې غاړه د ‘ام درمان’ ښار په دارالسلام ناحیه کې شوي.

د سوډان پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو (ار اېس اېف) په نوم ملېشه له اپرېل راهیسې پر خرطوم د کنټرول لپاره خپلو کې جګړه کوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...