Home » اقتصادی » سوريه: د اسرائيلو د بريد له امله د دمشق هوايي ډګر له پروازونو لوېدلی

سوريه: د اسرائيلو د بريد له امله د دمشق هوايي ډګر له پروازونو لوېدلی

سوريې چارواکو له درې ورځني ځنډ وروسته تائيد کړه، چې اسرائيلي ځواکونو د دې هېواد د دمشق پر نړيوال هوايي ډګر راکيټي بريد کړی او په ترڅ کې يې نوموړي هوايي ډګر ته پراخ زيانونه اوښتي دي.

د سوريې عرب نيوز خبري اژانس د نوموړي هېواد د ټرانسپورټ وزارت په حواله خپل راپور کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د دمشق پر نړيوال هوايي ډګر د تېرې جمعې په ورځ څو راکيټونه ويشتي او په ترڅ کې يې د دې هوايي ډګر د نورو تاسيساتو ترڅنګ ځغاست‌ليکه (رن وۍ) هم وېجاړه شوې ده.

دې وزارت زياته کړې، چې د ځغاست‌ليکې د وېجاړېدو له امله دامهال د دمشق هوايي ډګر ته پروازونه نه شي ترسره کېدای او نه هم له نوموړي هوايي ډګر نور ځايونو ته پرواز کېدای شي.

د سوريې ټرانسپورټ وزارت ويلي، چې د هوايي ټرانسپورټ له متخصصانو سره يې خبرې پيل کړي او ژر به د نوموړي هوايي ډګر فعاليت عادي حالت ته را وګرځي.

اسرائيلي ځواکونه وخت ناوخت په سوريې کې دننه پر ځينو هدفونو هوايي او يا هم راکيټي بريدونه کوي؛ خو د سوريې چارواکي بيا د اسرائيلو دا بريدونه پر خپله خاوره تېری بولي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټروډو استعفا ته د ټرمپ غبرګون: کاناډا باید زموږ ایالت شي

د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ...