Home » افغانستان » سهېل شاهين: ط.الب مشران د الظواهري د وژلو په اړه د امريکا ادعا څېړي

سهېل شاهين: ط.الب مشران د الظواهري د وژلو په اړه د امريکا ادعا څېړي

د پاکستان جيونيوز ټلوېزيون او رويټر خبري اژانس په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر محمد سهېل شاهين له قوله راپور ورکړی، چې دامهال طالب مشران د الظواهري د وژلو په تړاو د امريکا د ادعا پر څېړلو بوخت دي.

نوموړي ويلي، کابل کې د الظواهري د موجوديت په تړاو طالب مشرانو هېڅ مالومات نه درلودل او د امريکا له لوري له هوايي بريد او د نوموړي د وژل کېدو له ادعا وروسته، اړتيا ده چې ياده ادعا وڅېړل شي.

شاهين دا هم ويلي، چې له څېړنو وروسته به د امريکا د يادې ادعا په اړه د افغانستان سرپرست حکومت له لوري ترلاسه شوې پايلې علني شي.

له دې سره رويټر اژانس ته درېيو طالب سرچينو ويلي، چې دامهال د طالبانو مشران د الظواهري د وژلو په تړاو د يوه مناست ځواب د وړاندې کولو په موخه پر سلا مشورو بوخت دي.

سرچينو ويلي، چې د يادو سلامشورو له بشپړېدو وروسته ښايي طالب مشران په دې اړه خپل دريځ واضيح کړي.

د امريکا له لوري د الظواهري د وژلو له اعلان څو ورځې تېرېږي؛ خو تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت د نوموړي وژل نه تائيد کړي او نه يې هم رد کړي دي.

سرپرست حکومت په کابل کې پر الظواهري د امريکا هوايي بريد په دويمه ورځ تائيد کړه، چې ياد بريد د امريکا بې‌پيلوټه الوتکې په وسيله شوی او ورسره يې دا ادعا هم کړې، چې په دې بريد سره امريکا د قطر له هوکړې سرغړونه کړې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...