Home » سیمه او نړی » سعودي عربستان: ښايي په راتلونکو څو اونيو کې عمرې پيل شي
رویداد خبري آژانس

سعودي عربستان: ښايي په راتلونکو څو اونيو کې عمرې پيل شي

سږکال په بريالي  توګه د حج مراسمو ترسره کېدو وروسته د سعودي عربستان حکومت په دې اړه فکر کوي، چې په عمره باندې لګېدلى بندېز هم ليرې کړي.

د العربيه رسنۍ د راپور په وېنا، د سعودي عربستان چارواکو له عمرې د بندېز ليرې کولو په اړه فکر پيل کړى دى.

په راپور کې ويل شوي، د حج او عمرې وزارت په بريالي ډول د حج ترسره کېدو وروسته واضحه کړې ده چې ښايي په راتلونکو څو اونيو کې عمرې هم پيل شي.

تراوسه پورې په واضحه ډول دا نه دي ويل شوي چې په عمرې لګېدلى بندېز به کله ليرې شي، خو داسې ويل کېږي چې ښايي د سپتمبر تر وروستيو پورې حکومت په دې اړه اعلان وکړي.

د کورونا له امله د سعودي عربستان حکومت د فبرورۍ په مياشت کې د نورو هېوادونو څخه د عمرې لپاره سعودي عربستان ته د خلکو په ورتلو بندېز ولګاوه، همدا راز په مارچ کې بيا په ځايي خلکو هم بندېز ولګول شو او حکومت اعلان وکړ چې تر څو کورونا نه وي ختمه شوې، عمره ته د خلکو ورتګ بند دى.

د کورونا پېښو يو څه کمېدو وروسته حکومت ډېر محدود خلک سږکال د حج مراسمو ادا کولو لپاره غوره کړل، خو له بل کوم هېواد څخه چاته اجازه ور نه کړل شوه چې د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

دا خلک چې د حج لپاره غوره شوي و، ټول په سعودي عربستان کې مېشت و او د حج مراسمو پاى ته رسېدو وروسته اوس حکومت غواړي چې د عمرې اجازه هم ورکړل شي، خو په کوچنۍ کچه.

سږکال د حج مراسمو له پاى ته رسېدو وروسته د ٨ ښارونو څخه د حج مراسمو کې ګډون کوونکي کسان بېرته خپلو ښارونو ته لېږل شوي دي او ټولو ته لارښوونه شوې ده چې ١٤ ورځې بايد په کورونو کې کرنټين شي.

د حج او عمرې وزارت سکرتر ډاکټر حسېن الشريف وايي، چې دوى د حج د ټولو برخو جايزه اخلي، دا کار هر کال کېږي، تر څو د راتلونکي کال د حج لپاره لا غوره او ښه انتظامات ونيول شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...