Home » سیمه او نړی » سعودي عربستان په يوه وار ۸۱ تنه اعدام کړي

سعودي عربستان په يوه وار ۸۱ تنه اعدام کړي

د سعودي عربستان دولت په يوه اقدام کې ۸۱ تنه هغه کسان په يوه وار اعدام کړي، چې پر لويو جرمونو او دغه راز له ترهګرو ډلو سره يې اړيکې درلودې.

د سعودي عربستان دولتي اژانس پرون شنبه د (کب په ۲۱مه) خبر ورکړی چې په اعدام شوو کسانو کې د داعش ډلې، القاعده او د حوثي وسله‌والو اړوند غړي شامل دي.

د نوموړي اژانس په راپور کې زياته شوې چې د ترهګرو ډلو دې غړو په سعودي عربستان کې پر مهمو ځايونو د بريدونو په پلانولو او دغه راز د وسلو په قاچاق کې لاس درلود او له همدې کبله پر اعدام محکوم شوي وو.

دغه اعدامونه له کلونو راهيسې په سعودي عربستان کې تر ټولو ډېر ډله‌ييز اعدامونه بلل شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...