د ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش وایي هغه سیمې چې د عاشورا په مناسبت تجمعات پکې کېږي او یا غونډې پکې جوړېږي د بل هر وخت په پرتله له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

نوموړي ددغه غونډو پر جوړونکو غږ کړی دی چې د خلکو د امنیت د تامین لپاره باید جدي ګامونه اوچت کړي او هڅه دې وکړي چې احتمالي خطرونه له منځه یوسي.
دانش له عامو وګړو هم غوښتي چې له حکومت سره د امنیت په تامین کې همکاري وکړي.
بلخوا ولسمشر غني هم تېر ماښام له دیني عالمانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د مذهبي مراسمو په امنیت کې باید امنیتي ادارې خپله ټوله هڅه وکړي.

تر دې وړاندې کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د عاشورا د مراسمو لپاره یې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.