Home » افغانستان » سرور دانش: د ایران تابعیت نه لرم او د کډاولۍپرمهال مې پر افغاني تابعیت ویاړ کړی
رویداد خبري آژانس

سرور دانش: د ایران تابعیت نه لرم او د کډاولۍپرمهال مې پر افغاني تابعیت ویاړ کړی

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي د ایران تابعیت نه لري او د کډوالۍ پر مهال یې پر افغاني تابعیت ویاړ کړی.

سرور دانش د ګلبدین حکمتیار د خبرو په غبرګون کې ویلي، دوه ګونی تابعیت نه لري.

د دانش مطبوعاتي دفتر په يو اعلامیه کې چې ګلبدین حکمتیار یې پکې مخاطب کړی او ويلي یې دي، اوس چې د ټول عمر له وسله والې مبارزې وروسته د اسلامي جمهوریت تر سیوری لاندې راغلی باید جمهوریت ته درناوی وکړي او له نفاق اچولو ډډه وکړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وړمه ورځ پر سرور دانش نیوکه کړې وه او هغه یې د دوه ګوني تابعیت درلودونکی بللی و.

حکمتیار په بامیان ولایت کې د افغانستان د تېر په هکله د دانش څرګندونو ته په اشارې سره ويلي، دانش پښتنو ته سپکاوی کړی او د ملت مشرانو ته یې سپکاوی کړی.

حکمتیار ویلي، سرور دانش خپله له مذهبي پلوه پر موروثي امامت باور لري، دوه تابعیته لري چې یو تابعیت یې ایرانی دی او په وینا یې څنګه د سیمې په کچه تر ټولو لوی جمعیت لرونکی قوم کوچنۍ قبیله بولي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...