د ترکمنستان د ټاکنو کمېسيون نن سېشنبه د (کب په ۲۴مه) په دې هېواد کې د ترسره شوو ولسمشريزو ټاکنو پايلې اعلان کړې.
د يادو پايلو پر بنسټ، سردار بردي محمدوف په ټاکنو کې د کارول شوو رايو ۷۲ سلنه خپلې کړې او په توګه د ټاکنو کمېسيون له لوري د ترکمنستان د ولسمشريزو ټاکنو بريالی نوماند او منتخب ولسمشر اعلان شو.
نوموړی د اوسني ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف زوی دی او په اوسنيو ټاکنو کې يې له ۸ نورو سيالانو سره سيالي کوله.
دغه ټاکنې دوې ورځې وړاندې د يکشنبې په ورځ ترسره شوې او په کې نږدې ۳ ميليونه پر شرايطو برابرو کسانو رايې وکارولي دي.