Home » افغانستان » سراج‌الدين حقاني په افغانستان کې د القاعده ډلې د غړو حضور رد کړ

سراج‌الدين حقاني په افغانستان کې د القاعده ډلې د غړو حضور رد کړ

د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني هغه راپورونو رد کړل، چې ګواکې د القاعده شبکې جنګيالي يو شمېر مهم غړي په افغانستان کې ميشت دي.

نوموړي له يوې هندي رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ويلي، چې په افغانستان کې د القاعده شبکې هېڅ غړی نشته او په خبره يې نه هم دا ډله په افغانستان کې نظامي ځواک لري.

حقاني زياته کړې، د افغانستان سرپرست حکومت هغې ژمنې ته پاوبند دی چې له نړيوالو سره يې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې کړې ده او خبره يې په دې برخه کې حکومت د پام وړ ګامونه هم پورته کړي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې په ځانګړې توګه د القاعده په اړه ويلي، چې ياده ډله په افغانستان کې حضور نه لري او نه هم د افغانستان له خاورې نورې نړۍ ګواښ پېښولی شي.

سراج‌الدين حقاني نړيوالو ته د يوه پيغام په توګه ويلي، چې امنيتي ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې وړتيا لري او اجازه به ور نه کړي، چې افغانستان د ترهګرۍ پر مرکز بدل شي.

حقاني د لشکر طيبه او جيش محمد ترهګرو ډلو اړه چې په افغانستان کې يې د حضور په اړه د هند له لوري وخت ناوخت انديښنې مطرح شوي ويلي، د هند دا انديښنې بې‌ ځايه دي او ډاډ يې ورکړی چې دا ډلې په افغانستان کې نشته.

نوموړي له همدې مسئلې سره جوخت دا ډاډ هم ورکړی، چې هند کولی شي په کابل کې سفارت بېرته پرانيزي او اوسنی حکومت مسوول دی چې د سفارت امنيت يې ټينګ کړي.

نوموړی داسې مهال په افغانستان کې د القاعده د مشرانو او جنګياليو او دغه راز د جيش محمد او لشکر طيبه ډلو حضور په افغانستان کې ردوي، چې پرون سې‌شنبه د (زمري په ۱۱مه) امريکا اعلان وکړ، چې د القاعده مشر ايمن‌الظواهري يې په کابل کې د بې‌پيلوټه الوتکې د بريد په وسيله وژلی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...