د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي د امريکا ولسمشر جوبايډن له هغې پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې يې د روسيې د نفتو پر ورادولو بنديز لګولی.
نوموړي نن چهارشنبه د (کب په ۱۸مه) ويلي، د ولسمشر بايډن له لوري د روسيې د نفتو تحريمول يوه معقوله پرېکړه ده او په دې توګه د سوداګرۍ له لارې روسيې ته د پيسو د لېږد مخنيوی کېدای شي.
د زلينسکي په ټکو، د سوداګرۍ له درک روسيې ته د ډالر هر تلونکی سېنټ پر مرمۍ او راکېټ بدلېږي او زياته کړې يې ده چې په دې توګه پر خپلواکو هېوادونو بريد کوي.
جوبايډن په خپله وروستۍ پرېکړه کې د روسيې د نفتو پر واردولو بنديز وضعه کړ؛ خو اروپايي متحدانو يې بيا ويلي، له دې کبله چې په اروپايي مارکېټونو کې د تېلو بيه خورا لوړه شوې، نه غواړي چې د روسيې پر تېلو بنديز ولګوي.