اسراییلو کې زرګونه اسراییلیان سړکونو ته راوتلي او د بنیامین نتانیاهو د استعفا او د حماس له زندان څخه یې د اسراییليانو د خوشي کېدو غوښتنې کړې دي.
د یوې اسراییلي رسنۍ د راپورونو له مخې، چې یو شمېر لاریونوال له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې نیول شوي هم دي.
په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر، جو بایډن په غزه کې د درې پړاویز اوربند جزئیات، د بندیانو خوشي کول او د جګړې د پای ته رسولو اعلان کړی دی.
خو د اسراییلو صدراعظم بینامین نتانیاهو، پر غزه د بریدونو په دوام ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده تر څو چې حماس له منځه لاړ نه شي، دایمي اوربند به ونشي.
دا په داسې حال کې ده چې د پروسږ کال د اکټوبر میاشتې راهیسې پر غزې د اسراییلو لخوا د برید په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶زره او ۴۳۹ فلسطینیان وژل شوي دي.