د افغانستان د پاسپورټ ریاست وایي نور یوازې د برېښنایي پېژندپاڼو لرونکو ته پاسپورت صادوري.
د دغه ریاست لخوا په یوه اعلامیه کې چې پرون چهارشنبه(د کب ۲۰مه نېټه) خپره شوه، راغلي چې نور به هېچا ته له الکترونیکي تذکرې پرته پاسپورټ ورنه کړي.
تر دې وړاندې د احصایې ملي ادارې په کابل کې ویلي و چې د کاغذي تذکرو د ورکړې بهیر یې درولی دی.
د پاسپورټ ادارې په داسې حال کې د پاسپورټ ورکړه له الکترونیکي تذکرو سره مشروطه کړې چې لا هم د افغانانو لوی اکثریت الکترونیکي تذکرې نه لري.