د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د کرونا ويروس له خپريدو راهيسې هیواد کې لس میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني نن چهارشنبه د اګیسټ ۵ (د زمري۱۵) په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې کرونا وبا د افغانستان د نفوس درېیمه برخه نیولې چې زیاتره یې ډیر عمر لرونکي خلک او کم عمره ماشومان دي.
د عثماني په خبره تر اتلس کلونو پورته ۵۷ سلنه وګړي په کرونا اخته شوي چې ۴۶،۴ سلنه ماشومان کرونا ویروس له امله متاثر شوي.
روغتيا وزارت وایي چې ممکن راتلونکو دوو اونيوکې پرکرونا د اخته کيدو کچه لوړه شي.
دغه وزارت له خلکو غوښتي چې روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.