Home » افغانستان » روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کرونا ۹۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
رویداد خبري آژانس

روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کرونا ۹۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۴۷۸ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې د ۹۶ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۴۹۴ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا وبا اخته درې کسان مړه شوي او یو شمېر نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه له کرونا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زر او ۴۱۵ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۰ زره او ۵۵۷ ته لوړ شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...