د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۵۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۷۷۲ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته پنځه تنه مړه شوي او ۴۳۵ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زر او ۴۲۵ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۲ زره او ۷۳ ته لوړ شوی دی.
یاد وزارت یو ځل بیا پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د یاد ویروس پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي.