د روغتيا نړيوال سازمان رئيس ډاکټر تدروس ادهانوم ګبريسوس وايي، له هڅو سره سره د اومېکرون پر له منځه وړلو نه دي توانېدلي او زياتوي چې ياده ناروغي لا هم په چټکۍ سره په هېوادونو کې خورېږي.
نوموړي پرون سېشنبه د (مرغومي په ۲۸مه) جېنيوا کې خبري کنفرانس ته ويلي، اومېکرون د باور خلاف په چټکۍ سره په هېوادونو کې خورېدونکی دی او په خبره يې يوازې په وروستۍ يوه اوونۍ کې ۱۸ ميليونه کسان په ټوله نړۍ کې پر اومېکرون اخته شوي.
ګبريسوس خبرداری ورکړی چې له اومېکرون وروسته د کرونا نويو او خطرناکو بڼو د ظاهرېدو امکان شته او له همدې کبله بايد کرونا سطحي ونه ګڼل شي.