د روسیې آر ټي رسنۍ په یوه تحلیل کې ویلي ډېری غربي رسنۍ په دې لټه کې دي چې په افغانستان کې د جګړو دوام او سرتېرو پاتې کولو ته امریکایي چارواکي وهڅوي.
سرچینه کاږي سره له دې چې تر دې دمه د بایډن ادارې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پرېښودلو پرېکړه نه ده کړې، خو د غربي رسنیو ټول تمرکز او تبلیغات پر دې راڅرخي چې په افغانستان کې جګړه اوږده شي.
دغه رسنۍ په خپل تحلیل کې وایي چې باید ژر تر ژره افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي او ټول هغه خنډونه له منځه یوړل شي چې دلته د جګړو او تاوتریخوالي د دوام سبب ګرځي.