په روسیه کې د کنسرت پر تالار د داعش ډلې د برید په پایله کې څه کم ۶۰ کسان وژل شوي او له ۱۴۵ ډېر نور پکې ټپیان شوي دي.
دا برید پرون ماښام (جمعه د وري۳مه) د روسیې د پلازمېنې، مسکو په لودیځه برخه په «کروکوز» تالار کې د کنسرت پر مهال شوی دی.
د روسیې امنیتي چارواکو ویلي چې په دغه برید کې څه کم ۶۰ کسان وژل شوي او له ۱۴۵ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، بریدکوونکو له چاودېدونکو موادو څخه ګټه اخیستې چې په یاد تالار کې د اورلګېدنې لامل شوې ده، د ټاس خبرې اژانس د معلوماتو پربنسټ په «کروکوز» تالار کې له اورلګېدنې وروسته د چت ځينې برخې هم نړېدلې دي.
د رویټرز خبرې اژانس په راپور کې ویل شوي چې دداعش ډلې خراسان څانګې په خپله رسنۍ کې په رسمي توګه د یوې بیانیې په خپرولو سره په مسکو کې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
دې پېښې نړیوال غبرګونونه راپارولي او د بېلابېلو هېوادونو مشرانو دا برید په کلکه غندلی دی.
د فرانسې ولسمشر، امانول مکرون دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو «ترهګریز» کار بللی دی.
همداراز د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتوتیو ګوترش هم په مسکو دا برید په شدت غندلی دی.
د دې برید په غبرګون کې اروپايي ټولنې هم ویلي چې د «کروکوز ښار د کنسرت په تالار کې د تروریستي برید» د راپور تر خپرېدو وروسته سخت پرېشانه او ذهني ځپل شوي دي.
د دې برید په اړه د غبرګونونو په دوام، د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت هم دا برید «تروریستي» عمل بللی او دېته په اشارې، چې داعش یې مسوولیت منلی، ویلي چې دا ډله د اسلام بدنامولو هڅه کوي.