ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې روسي ځواکونو له اوکرايني ځواکونو څخه د ليسيچانسک په نوم سيمه نيولې او په بشپړه توګه يې تر خپل کنټرول لاندې کړې ده.
د راپور له مخې، د روسيې دفاع وزير سرګي شوېګو ولسمشر پوتين ته د اوکراين جګړې په اړه راپور وړاندې کړی او ډاډ يې ورکړی چې د لوګانس ترڅنګ يې ليسيچانسک سيمه هم له اوکرايني ځواکونو نيولې ده.
په همدې حال کې د اوکراين د پوځ لوی درستز هم تائيد کړې چې له ليسيچانسک سيمې يې خپل پوځيان بېرته په شا کړي دي.
ټاس د نوموړي په حواله په راپور کې زياته کړې، چې دا کار يې په سيمه کې د رضاکاره مرستندويانو د ژوند خونديتوب په موخه کړی دی.
په راپور کې د لوی درستز له قوله ويل شوي، چې په ياده سيمه کې د روسي ځواکونو له لوري پر اوکرايني سرتېرو سخت بريد وشو او په دې ترڅ کې د مرستندويانو د ژوند خونديتوب په موخه اوکرايني سرتېري له خپلو مرکزونو په شاتګ ته اړ شول.
په اوکراين کې د جګړې له پيل راهيسې تر دې مهاله زرګونه کسان وژل شوي او ورسره روسي او اوکرايني ځواکونه يوه او بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ترځنګ د پرمختګونو ادعاوې هم کوي.