Home » سیمه او نړی » روسيې محکمې؛ د اليکسي نوالني سياسي حرکت یوه افراطي شبکه اعلان کړه
رویداد خبري آژانس

روسيې محکمې؛ د اليکسي نوالني سياسي حرکت یوه افراطي شبکه اعلان کړه

روسيې کې محکمې د حکومت سياسي مخالف اليکسي نوالني سياسي حرکت د يوې افراطي شبکې په توګه اعلان کړ. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د روسيې او امريکا ولسمشران په جينوا کې مخامخ لېدنه وکړي.

داسې انګيرل کېږي چې د نوالني د حرکت په تړاو تازه پرېکړه ښايي د امريکا ولسمشر جوبايډن د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د لېدنې پرمهال له بېلابېلو دريځونو سره مخ کړي؛ ځکه د راپورونو له مخې ولسمشر بايډن ژمنه کړې چې پوتين ته به د تاوتريخوالی له لارې د نړيوالو نورمونو له ماتولو د نوموړي راګرځولو په اړه واضيح پيغام ورکړي.

خو ولسمشر پوتين له رسنيو سره خبرو کې خبرداری ورکړئ، چې راتلونکې اونۍ به له ولسمشر بايډن سره يوازې پر سايبري او جيوپوليټيکو مسئلو بحث وکړي او په خبره يې هغه موضوعات چې د روسيې اړوند دي، په هېڅ صورت به په بحث کې شامل نه وي.

د محکمې د نوې پرېکړې له مخې چې د اليکسي نوالني د حرکت په اړه يې کړې، هېڅوک د نوموړي له حرکت د ملاتړ حق نه لري او هغه کسان چې وغواړي ملاتړ ترې وکړي، نو له قانوني تعقيب او زنداني کېدو سره مخ کېدای شي.

اليکسي نوالني چې د ولسمشر پوتين يو له سر سختو سياسي مخالفانو دی، د تېر ميلادي کال په جنوري میاشت کې له درملنې وروسته مسکو ته ستون شو او له ستنېدو سره سم د روسيې حکومت له لوري ونيول شو.

د نوموړي نيونه د دې سبب شوه چې د مسکو په ګډون په ځينو ښارونو کې د نوالني پلويان پر اعتراض لاس پورې کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...