روسيې له اوکراين سره د امريکا او متحدانو يې د تسليحاتي مرستو دوام په اړه توند غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې دا کار د روسيې پر وړاندې د اوکراين مسلح کولو پيغام لري او په دې توګه به سمې او نړۍ ته جدي خطر متوجه شي.
د روسيې بهرنيو چارو وزارت په يوه بيان کې ويلي، د امريکا او د هغې متحدانو دا کار خطرناکې پايلې لرلی شي او په کار ده چې نور د اوکراين له مسلح کولو لاس واخلي.
روسيه داسې مهال دغه ګواښ کوي چې امريکا تازه په تازه د ۸۰ ميليون ډالرو په ارزښت اوکراين ته پرمختللې وسلې ورکړې، څو د روسيې پر وړاندې په جګړه کې ترې ګټه پورته کړي.
دې کار د روسيې غبرګون را پورته کړی او له همدې کبله يې امريکا او د هغې متحدانو ته ګوت څنډنه کړې ده.