Home » افغانستان » روسيه؛ افغانستان ته بيا د مايع ګاز صادرول پيلوي

روسيه؛ افغانستان ته بيا د مايع ګاز صادرول پيلوي

روېترز خبري اژانس راپور ورکړی چې روسيه په پام کې لري، څو افغانستان ته يو وار بيا د مايع ګازو صادرات پيل کړي.

په راپور کې د ريفنېټېف ايکون انټرنېټ پاڼې له قوله ويل شوي، په روانې مارچ کې به د ۱۰نيم زره ټنو په اندازه مايع ګاز د روسيې په اورينبورګ کې د ګازو له چاڼخونې څخه افغانستان ته صادر شي.

د راپور له مخې، په دې چاڼخونه کې د روسيې ګاپروم په نوم د دغه هېواد دولتي شرکت د قزروز په نوم د قراقستان د ګازو له دولتي شرکت سره يو ځای پر کار بوخت دی او د ګازو د چاڼولو چارې سمبالوي.

روېټرز په خپل راپور کې ويلي، افغانستان ته د صادرېدونکي ګاز دغه جوپه به لومړۍ په اورګاډي کې د اوکراين ايزمايل بندر او له هغه څخه ځايه بيا بېلاروس ته ولېږدول شي.

روسيې داسې مهال افغانستان ته د ګازو د صادرولو پرېکړه کړې، چې دامهال پر اورکراين د بريدو په غبرګون کې دغه هېواد له سختو اقتصادي بنديزونو سره مخ دی او له همدې کبله يې په نړيوال بازار کې خپله زياته ونډه له لاسه ورکړې.

روسيې په تېر ۲۰۲۰ زېږديز کال کې افغانستان ته د مايع ګازو صادرول ودرول او د ياد اقدام ظاهري لامل يې د کرونا وېروس خورېدل ښودل ياد کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...