Home » افغانستان » روح الله خانزداه: د کندهار جګړه سیاسي او قومي اړخ لري
رویداد خبري آژانس
د کندهار ولایت والي روح الله خانزاده

روح الله خانزداه: د کندهار جګړه سیاسي او قومي اړخ لري

د کندهار والي وايي چې د کندهار جګړه سياسي او قومي اړخ لري.

 روح الله خانزداه دغه څرګندونې پرون د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه نېټه) په کندهار کې یو خبري ناستې کې خبریالانو ته وویل، چې په کندهار کې ځيني امنیتي مسؤلین د قومي او سیاسي اړيکو له مخې پوستې خوشې کوي.

د کورنیو چارو وزارت ستر معین ستر پاسوال عبدالرحمن رحمان هم د دغه ناستې ګډونوال ؤ. نوموړی چې د کندهار امنیت د ارزونې په موخه دې ولايت ته راغلی، وایي کندهار ولایت به په هېڅ صورت سره هم وسله والو طالبانو ته په لاس ور نه شي، ځکه د کندهار په نوم سره ټول افغانستان یادېږي.

د کورنیو چارو وزارت ستر معین زياته کړه چې، په دې ورستیو څو ورځو کې یې وسله والو طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اړولې ده او د دغه لړۍ به دوام ولري.

عبدالرحمن رحمان څرګنده کړه، چې د کندهار ولایت سقوط د ټول افغانستان سقوط دی، نو دوی به په هېڅ صورت سره وسله والو طالبانو ته د کندهار ولایت د نیولو اجازه ورنه کړي.

بل لوري ته د کندهار ولايت والي روح الله خانزاده وويل، کندهار کې ټوله جګړه سیاسي ده او خلک د قوم پر اساس یو او بل ځای ته سقوط ورکوي.

د خانزاده په وينا، په داسې حال کې، چې ځينو پوستو ته ان په څلورو ورځو هم وسله وال طالبان نه وي ورغلي خو هغه ځای افغان امنيتي ځواکونو پریښی وي.

روح الله خانزاده زیاته کړه، چې دی به هغه مشران ډېر ژر د کندهار ولس ته وروپېژني چې تېرو شلو کلونو کې یې د کندهار د خلکو په نامه خپل جېبونه ډک کړي دي.

کندهار کې په دې وروستیو څو اونیو کې جګړو زور اخیستی، چې ورسره همهاله زیاتې کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي او کندهار ښار ته یې د ژوند کولو لپاره پناه راوړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...