د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې راشد خان ارمان بېرته د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ته راګرځېدلی دی.
د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې ستوري راشد خان څلور میاشتې وړاندې د ملا عملیات وکړ او د کرکټ له لوبو لرې شو.
د افغانستان کرکټ بورډ تېره شپه چهارشنبه د کب۲۳مه د ایرلنډ پر وړاندې د شل اوریزو لوبو په لوبلړۍ کې د لوبې ترسره کولو لپاره د افغانستان د ملي ټيم د ۱۵ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.
په دې نوملړ کې د ملي لوبډلې ستوری راشد خان ارمان لوبډلمشر اعلان شوی دی.
په دې جوړښت کې د کرکټ د ملي لوبډلې نور لوبغاړي لکه ابراهیم ځدران، رحمان الله ګربز، صدیق اتل، اعجاز احمدزی، اسحاق رحیمي، محمد نبي، ننګیال خروټی، عظمت الله عمرزی، نور احمد، مجیب الرحمن، وفادار مومند، فرید ملک، نوین الحق او فضل الحق فاروقي شته.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان او ايرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې له ټېسټ او يو ورځنيو سياليو وروسته د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۱۵، ۱۷ او ۱۸ د متحده عربي اماراتو په شارجه کې له يو بل سره مخامخ کېږي.