د امريکا بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام وېسټ به راتلونکې اوونۍ له طالبانو سره د مذاکراتو په موخه دوحې ته لاړ شي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس پرون سېشنبه د (لېندۍ په ۲يمه) خبريالانو ته ويلي، په دوحه کې د وېسټ او طالبانو ترمنځ مذاکرات به د دوو اوونيو لپاره دوام وکړي.
نوموړي ويلي چې په دې مذاکراتو کې به د امريکا د ګټو پر خونديتوب، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د امريکايي وګړو او د امريکا اموريت پرمهال له افغانستان څخه د افغان همکارانو وتلو لپاره د خوندي لارې پر برابرولو، بشري مرستو او د افغانستان اقتصادی وضعيت پر څېړلو بحث او خبرې وشي.
ټام وېسټ په روانه نومبر کې پاکستان او روسيې ته هم سفر کړی او د خپلو دې سفرونو په ترڅ کې د يادو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.