Home » افغانستان » رئيسي: په افغانستان کې ټول‌ګډونه حکومت د سولې او ثبات لپاره مهم دی

رئيسي: په افغانستان کې ټول‌ګډونه حکومت د سولې او ثبات لپاره مهم دی

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي وايي، په افغانستان کې د دايمي سولې او ثبات په موخه اړينه ده چې دغلته د ټول اقشارو له لوري يو ټول‌ګډونه حکومت رامنځته شي.

نوموړي دا څرکندونې پرون چهارشنبه د (مرغومي په ۲۹مه) د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د لېدنې پرمهال کړې دي. د ايران د ولسمشر دفتر د اطلاعاتو مرکز د يادې لېدنې په اړه په يوه خپره کړې اعلاميه کې د رئيسي په حواله ويلي، په افغانستان کې د دايمي امنيت په موخه يوازېنۍ حل لار د يوه داسې حکومت رامنځته کول دي چې، د دغه هېواد ټول قومونه په کې ګډون ولري.

نوموړي دغه راز زياته کړې چې روسيې او ايران په منځني ختيځ په ځانګړې توګه په سوريه کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې کې د همکارۍ بريالۍ تجربه درلوده او زياته کړې يې ده چې له يادې تجربې په افغانستان کې هم ګټه اخيستل کېدای شي.

رئيسي د افغانستان په اړه داسې مهال دا خبرې کوي، چې له دې وړاندې يو شمېر نورو ايراني چارواکو هم په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت د جوړولو په اړه ورته څرګندونې کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...