Home » افغانستان » د ګاونډيو هېوادونو استازي په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو بحث کوي

د ګاونډيو هېوادونو استازي په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو بحث کوي

ټاکل شوې نن چهارشنبه د (لړم په ۶مه) د ايران په پلازمېنه تهران کې د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه ترسره شي.

دې غونډه ته د ترکمنستان، تاجکسان، ازبکستان او د پاکستان بهرنيو چارو وزيران حضوري ور بلل شوي او ترڅنګ به يې د چين او روسيې بهرنيو چارو وزيران په انلاين ډول په ياده غونډه کې ګډون وکړي.

د راپورونو له مخې، د نننۍ غونډې په اجنډا کې د افغانستان په اړه پر ۴ اساسي مسئلو چې د طالبانو له لوري د ټول‌شموله حکومت جوړول، د سيمې امنيت، اقتصادي ثبات او د کډوالۍ د مخنيو لارې چارې دي، بحث وشي.

اسلامي امارت بيا څو ورځې وړاندې خبر ورکړی و چې په ياده غونډه کې يې پلاوی ګډون نه کوي. په ايران کې دا غونډه د افغانستان په اړه د مسکو له غونډې يوه اوونۍ وروسته ترسره کېږي. خو د اسلامي امارت د چارواکو په حواله د ايران له لوري يادې غونډې ته نه دي بلل شوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...