Home » سیمه او نړی » د کيف نيولو لپاره د روسي ځواکونو لوی کاروان په لاره دی

د کيف نيولو لپاره د روسي ځواکونو لوی کاروان په لاره دی

د روسيې او اوکراين ترمنځ له جګړې شپږ ورځې تېرېږي او دواړه لوري يوه او بل ته د زياتو تلفاتو د اړولو ادعاوې کوي.

تازه رسنيو راپورونه خپاره کړي چې روسيې د اوکراين پلازمېنې کيف د نيولو په موخه پر ټانکونو او نورو پوځي مهمات سبمال د زرګونه پوځيانو کاروان مرش کړی دی.

داسې راپورونه هم خپاره شوي چې کيف ته د دغه پوځي کاروان له تګ سره په پلازمېنې او نورو ښارونو کې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ جګړه هم شديده شوې ده.

د کيف د نيولو لپاره په لوړه پيمانه دغه ځواک داسې مهال کارول کېږي، چې پرون روسي او اوکرايني مرکچيانو په خپلو کې د لومړي ځل لپاره د سولې خبرې وکړې. په دې خبرو کې ظاهرا داسې پرېکړه چې د جګړې پر ميدانونو سړې اوبه وشيندي، نه ده شوې؛ خو پرېکړه شوې چې په نږدې ورځو کې به د خبرو بله مخامخ ناسته هم کېږي.

پرون دوشنبه د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي په يوه ويديويي پيغام کې خبر ورکړ، چې روسيه د زيات امتياز ترلاسه کولو لپاره پر کيف د زور کارولو هڅه کوي.

نوموړي زياته کړې چې دې کار ته به هېڅ صورت اجازه ورنه کړي او پرې به نه ږدي چې د نوموړي په ټکو روسي تخريبوونکي کيف ته دننه شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...