Home » افغانستان » د کورنیو چارو وزیر خاطرې ته په کابل کې کور ورکړ
رویداد خبري آژانس

د کورنیو چارو وزیر خاطرې ته په کابل کې کور ورکړ

د کورنیو چارو وزیر د خاطرې په نوم د غزني یوې پولیسې ته چې پلار یې طالب وسله‌وال دی، په کابل کې اپارتمان ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت د ښځو او ماشومانو د بشري حقونو چارو رئیسه مروه امیني وایي، د خاطرې پلار طالب دی او هغه یې په دې جرم چې له دولت سره همکاري کوي، لس مرمۍ ویشتلې او دواړې سترګې یې ترې ایستلې دي.

مروې اميني په خپله ټویټرپاڼه لیکلي:”یوازې په دې جرم چې ولې حکومت ته کار کوي، دغه پولیسه یې لس مرمۍ ویشتلې، ټوټې ټوټې ده، نه سمه ګرځېدلی شي، نه څوک ویني، دواړه سترګې یې په چاقو ترې ایستلې، ترټولو دردوونکې خبره یې دا وه چې اولاد مې نه شم لیدلی.”

مروه امیني وایي، د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ خاطره کابل ته راغوښتې او له وزیر ښاغلي اندرابي سره یې کتلي دي.

نوموړې زیاته کړه، د کورینو چارو وزیر له خاطرې سره نغدي مرسته وکړه، د هغې د ټولې درملنې مصرف یې په غاړه واخیست او په کابل کې یې ورته یو اپارتمان ورکړ.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...