د کندهار ولایت د هوایي ډګر مسول ویلي چې نن یکشنبه (د زمري ۱۷مه نېټه) به بېرته الوتنې په عادي ډول پیل شي.
پرون هوايي ډګر ته څېرمه د دوو راکټونو د لګېدو له کبله چې زیانیې نهو اړولی، د الوتنو بهیر ټکنی شو.
د هوايي ډګر مسؤل مسعود پښتون رسنیو ته ویلي، چې توغندي داسې وخت لګېدلي چې له کابله د کامایر هوايي شرکت یوه الوتکه د ناستې په حال کې وه، خو الوتکه له کېناستو پرته بېرته کابل ته ستنه شوې ده.
د زمري/اسد پر نهمه هم د کندهار پر هوايي ډګر توغندي ویشتل شوي وو چې د الوتکو رنوې یې تخریب کړې وه او د الوتنو بهیر یې ټکنی کړی و.