د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پرون چهارشنبه د (تلې په ۲۸مه) د کرکټ نړيوال شل اووريز جام سياليو په څنډه کې خپله دويمه دوستانه لوبه له ويسټ انډيز لوبډلې وګټله.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغان لوبډلې ويسټ انډيز لوبډلې ته د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۹۰ منډو هدف کېښود. خو سيالې لوبډلې بيا د ټولو اوورونو په لوبولو او دغه راز د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۴ منډې وکړې چې په دې توګه يې د ۵۶ منډو په توپير افغان لوبډلې ته لوبه وبايلله.
له دې وړاندې افغانستان خپله لومړنۍ دوستانه لوبه سوېلي افريقا ته بايللې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وايي، ملي لوبډله د کرکټ نړيوال شل اووريز جام په لوبو کې د لوبېدو لپاره بشپړ چمتووالی او لوړ مورال لري چې له کبله يې به يادو لوبو کې لاسته راوړنې ډېرې وي.
کرکټ په نړيوال شل اووريزو لوبو کې د افغانستان لوبه د روانې اکټوبر په ۲۵مه پلان شوې، خو تر اوسه يې سياله لوبډله نه ده مالومه شوې.