د کرکټ د ملي لوبډلې ستوري محمد نبي وایي چې د (ادې) روغتون یوه نوې څانګه یې د کابل په لوېدیځ کې پرانیستې ده.
محمد نبي په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې د خلکو د غوښتنې پر بنسټ د ادې بنسټ او «ادې» روغتونونو ګروپ توانېدلی چې د کابل په لوېدیځ کې نوی روغتون پرانیزي.
ادې روغتون چې د یوې نړیوالې موسسې برخه ده، پروسږ کال د محمد نبي په واسطه په افغانستان کې فعالیت پيل کړ.
دا روغتون د نسايي ولادي ناروغانو لپاره ځانګړی شوی چې د ماشوم او مور درملنه پکې د ښځینه ډاکټرانو لخوا کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو سازمانونه بار بار په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو پر کمښت اندېښنې ښودلې دي.