ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبدله له بنګلدېش لوبډلې سره د يو ورځنيو لوبو په لړ کې، سبا دوشنبه خپله درېيمه لوبه ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې ملي لوبډلې د درېيمې يو ورځنۍ سيالۍ د ترسره کولو لپاره چمتووالی پيل کړی. د افغانستان او بنګلدېش لوبډلو په اوسنۍ لوبلړۍ کې دوې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، چې دواړه بنګلدېش ګټلي دي.
له يو ورځنيو لوبلړۍ وروسته افغانستان او بنګلدېش دوې شل اووريزې نړيوالې لوبې هم د راتلونکې ميلادي مياشتې په لومړۍ او پنځمه نېټه ترسره کوي.
بنګلدېش د لسو لوبو په ګټلو سره د نړيوال جام سوپر ليګ په درجه بندۍ کې له انګليستان مخکې شو او لومړی مقام يې خپل کړ؛ خو افغانستان بيا بنګلدېش ته دوو يو ورځنيو لوبو په بايللو سره، له خپل شپږم مقام څخه اووم ته ښکته شوی دی.