Home » سپورټ » د کرکټ بورد پخوانی رییس:نجیب‌ځدران باید د شل اوریزه سیالیو لوبډلمشر وټاکل شي
رویداد خبري آژانس
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی، نجیب الله ځدران

د کرکټ بورد پخوانی رییس:نجیب‌ځدران باید د شل اوریزه سیالیو لوبډلمشر وټاکل شي

د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني مشر او د سولي په چارو کي د دولت وزارت ستر سلاکار عزیز‌الله فضلي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، د شل اوریزه سیالیو لپاره دلوبډلمشر پر ټاکل کېدو د نجیب‌الله ځدران او رحمن‌الله ګربز پر سر خبري روانې دي.

عزیز‌الله فضلي پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې ویلې، اوسني شرایطو ته په کتو نجیب‌الله ځدران ترټولو لوبغاړو وړ کس دی، ترڅو د شل اوریزه سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شي.

ښاغلي فضلي ویلې، لکه څنګه چې په ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کې حشمت‌الله شهیدي ښه ثابت شوی و، نو بورډ هغه د یادو دوو فارمټونو لوبډلمشر وټاکه او په خبره یې همدا راز نجیب‌الله ځدران بیا په شل اوریزه سیالیو کې ښه ثابت شوی، چې باید ددې فارمټ لوبډلمشر وټاکل شي.

هغه لیکلې:

«د افغانستان کرکټ لوبې مينه والو؛ نن ورځ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل آوريزو سياليو لپاره لوبډلمشر ټاکل کيدو خو د لوبډلمشر ټاکنه د نامعلومو دلايلو له وجهې وځنډيده. د نجيب الله ځدران او رحمن الله گربز په سر خبرې اترې روانې دي ، زما په آند اوسني شرايطو ته په کتو سره نجيب الله ځدران د لوبډلمشر په حيث د شل آوريزو سياليو لپاره به ښه ټاکنه وي .لکه څنګه چې د حشمت الله شهيدي حصه په ۵۰ آوريزو او ټيسټ سياليو کې تل ښه وي او ښې لوبې کوي او د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په حيث ټاکنه يې هم غوره ټاکنه وه ، همدا شان د افغانستان شل آوريزو سياليو د بريا په حصه کې د نجيب الله ځدران رول تل ښه وي نو اوسني شرايطو ته په کتو سره د نجيب الله ځدران ټاکنه د شل آوريزو سياليو لوبډلمشر په حيث ښه ده.»

د افغانستان کرکټ بورډ  ۳۰ ورځې وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره حشمت‌الله شهیدي د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډلمشر وټاکه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...