د پاکستان کراچۍ ښار کې د ا.ا کونسلګري د دې ښار له زندانونو د ۴۰ تنو افغان کډوالو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
یادې کونسلګرۍ پرون یکشنبه د کب ۱۳مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په خوشې شویو افغانانو کې یوه ښځه هم شته.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې د کراچۍ په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه افغانان د قانوني اسنادو د نلرلو له امله زنداني شوي دي.
په کراچۍ کې د ا.ا کونسلګرۍ دا هم ویلي چې په تېر یو کال کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون درې زره ۲۶۱ تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته لېږدولي دي.