د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو کمېټې په یوه بیانیه کې ویلي چې د دوحې له درېیمې غونډې څخه د افغان ښځو او نجونو د ایستلو په اړه ژوره اندېښنه لري.
دې کمېټې د دوحې په خبرو اترو کې د ښځو او نجونو د فعال او مستقیم ګډون غوښتنه کړې ده.
د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو د کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوحې په بحثونو کې د معنادار ګډون په توګه د ښځو، بشري حقونو د مدافعینو او د افغان مدني ټولنې نه ګډون د ښځو او نجونو د حقونو د تر پښو لاندې کولو لامل کېږي.
دې کمېټې همداراز ویلي چې د دوحې غونډې ته د افغان مېرمنو نه وربلل به د دې غونډې پر مثبتو پایلو اغېز وکړي.
د راپورونو له مخې، په دوحه کې د هېوادونو د استازو د درېیمې غونډې په اجنډا کې د ښځو د حقونو مسایل نشته او په دې غونډه کې مدني فعالانو او د ښځو استازو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
د دوحې د غونډې د ګډونوالو له نوملړ څخه د ښځو ایستلو پراخ غبرګونونه پارولي. د افغانستان یو شمېر ښځینه او د بشري حقونو فعالانو د دې غونډې د بایکاټ کولو کمپاین پیل کړی دی.