نن د نومبر ۲۵مه ده چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي له نړيوالې ورځې سره برابر ده. دا ورځ په نړيواله کچه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي په اړه د ژمنتيا په ثابتولو سره نمانځل کېږي.
خو سږکال دا ورځ په افغانستان کې داسې مهال ده چې د لا هم د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې بندې دي او ښځې له کار کولو منعه شوي دي.
په دې وروستيو کې د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت پر رسنيو د محدوديتونو وضعه کولو په ترڅ کې، پر ښځينه تمثيلوونکو او ښځينه خبريالانو هم يو لړ محدوديتونه وضعه کړل.
د امريکا په شمول نړيوالې ټولنې له طالبانو غوښتې چې بشري حقونه رعايت کړي او ښځې دې پرېږدي چې کار او زدهکړې وکړي.
ټاکل شوې په راتلونکې اوونۍ کې د امريکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات يو وار بيا په دوحه کې پيل شي، چې د ښځو حقونو خونديتو يې هم يو له عمده بحثونو دی.