د افغانستان بانک مسوولان وایي، چې د تېر کال په پرتله په روان کال کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۶ سلنه زیات شوی دی.
د افغانستان بانک ویاند له رویداد سره په مرکه کې ویلي چې یاد بانک وکولای شو په تېر یو کال کې د افغانۍ ارزښت خوندي وساتي.
“د تېر کال په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۶ سلنه زیات شوی دی، چې دا د افغانستان بانک لپاره لویه لاسته راوړنه ده.”
“د افغانستان بانک ژمن دی د معقول پولي پالیسیو په پلي کولو سره له افغانۍ څخه ساتنه وکړي.”
نوموړی زیاته کړې، اوس مهال افغانۍ په سیمه کې یو ارزښتمند او باثباته پولي واحد دی.
د نوموړي په وینا په وروستي یو کال کې د هېواد په پنځو زنونو کې د ۴.۷ میلیارډ ناچل افغانۍ بانکنوټونه له منځه وړل شوي دي.
له بلې خوا د افغانستان بانک لومړی مرستیال، نور احمد اغا ویلي چې په روان کال کې نوې پیسې چاپ شوې او ډېری یې هېواد ته رالېږل شوې چې د بازار د پولي پالیسۍ او اړتیا په پام کې نیولو سره به ووېشل شي.