Home » اقتصادی » د پکتیکا په دریو ولسوالیو کې په لومړي ځل مخابراتي خدمات پيل شول

د پکتیکا په دریو ولسوالیو کې په لومړي ځل مخابراتي خدمات پيل شول

د پکتیکا د مخابراتو او ټکنالوجۍ ریاست وايي، د دغه ولايت په ډيله، نکه او زيړوک ولسوالیو کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي شبكي غږيز او انټرنيټي خدمات پیل کړل.

د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، چې لا هم د دې ولايت شپږ ولسوالۍ له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې دي، خو زیاتوي، هڅې روانې دي چې يادې ولسوالۍ هم ډېر ژر تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي.

د یادو ولسوالیو خلک د مخابراتي خدماتو پر پیلېدو خوښي ښيي او وايي، اوس به یې ډېر کارونه اسانه او ګڼې ستونزې به يې حل شي.

د یادولو ده د پکتیکا څو نورې ولسوالۍ لا هم د موبایل شبکې له خدماتو بې برخې دي چې اوسېدونکي یې له ګڼو سونزو سره لاس او ګرېوان دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...